ژبه

پنځو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل شول

کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٦) : د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د هېواد پنځو ولايتونو لپاره نوي واليان  ټاکل شوي دي.

د دغې ادارې له خوا د سلواغې په ٢٨ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په منظورۍ پنځو ولايتونو ته نوي واليان ټاکل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د کندوز د نوي والي په توګه ټاکل شوى او د فراه پخوانى والي اصف ننګ لغمان ته د والي په توګه لېږل شوى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي،د بادغيس پخوانى والي انور خان اسحاق زى د لوګر ولايت د والي په توګه،د فراه پخوانى والي ډاکټر شاه جهان د ميدان وردګو د والي په توګه او عبداللطيف ابراهيمي د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د پخوانيو واليانو د کړنو ستاينه کړې ده.

login or register a new account.