کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٦): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د سعودي له چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر سولې او امنيتي همکاريو خبرې کړې دي.
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د سعودي د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللى دى.
هغه زياته کړه چې د ملي امنيت سلاکار پرون ناوخته د سعودي د کورنيو چارو له وزير عبدالعزير بن سعود سره وکتل.
د قادرشاه په وينا، په دې ليدنه کې یې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د سولې پر لارو چارو، دوه اړخيزو امنيتي همکاريو، د نشه توکو د توليد او قاچاق پر مخنيوي خبرې وکړې.
نوموړى وايي چې دغه راز د دې ليدنې پر مهال په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو لپاره د کاري فرصتونو او اسانتياوو په رامنځته کېدو هم مفصلې خبرې وشوې.
د هغه په وينا، د ملي امنيت له سلاکار سره په دغه سفر کې د ملي امنيت شورا دفتر د سياسي او اقتصادي چارو ستر سلاکار فريد ماموندزی ملتيا کوي.
بلخوا د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د خبر له مخې، په دې ليدنه کې د دغه هېواد د ملي امنيت رييس او د کورنيو چارو وزارت يو شمېر سلاکارانو هم برخه اخيستې وه.
ټاکل شوې ده چې د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر به د دغه سفر پر مهال د سعودي له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم خبرې او دوه اړخيز بحثونه ولري.
login or register a new account.