ژبه

اتمر: له قطر سره د طالبانو دفتر پر تړلو خبرې کوو

کابل (پژواک، ۴ کب ۹۶): د ملي امنیت سلاکار وایي چې د طالبانو د فتر د سولې لپاره ګټور نه دی ثابت شوی؛ نو ځکه یې د قطر له حکومت سره پر تړلو خبرې کوي.

هغه دغه څرګندونې سعودي عربستان ته د رسمي پر مهال د (شرق الاوسط) په نوم له یوې عربي رسنۍ سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې دي.

د ملی امنیت سلاکار ویلي چې په افغانستان کې اوسمهال تر ۵۵زره زیات ترهګر شته، چې پر څلورو ډلو وېشل شوي دي.

د نوموړي به وینا، لومړۍ ډله یې سیمه ییز سخت دریځې ډله ده چې شمېر یې تر ۳۰زرو زیات دی، دویمه ډله یې هغه وسله وال ترهګر دي چې له پاکستانه راغلي او شمېر یې د شپږو او اوو زرو تر منځ دی.

حنیف اتمر دغه راز وایي چې درېيمه ډله د سیمې د هېوادونو اړوند ترهګر دي چې شمېر یې د دوو او درېیو زرو تر منځ دی، څلورمه ډله یې د القاعدې په څېر نړیوال ترهګر دي چې شمېر یې د ۲۰۰ او ۴۰۰ سوو تر منځ دی او زیاتوي چې په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر تر درېیو زرو پورې دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي چې سعودي په اسلامي نړۍ کې مهم ځای لري؛ ځکه یې نو د افغانستان د سولې په پروسه کې رول مهم دی.

هغه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف د دې څرګندونو په اړه چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دي، ویلي: ((موږ به د پاکستان ډېر منندوی یو چې لومړی په خپل هېواد کې د ترهګرو خوندي مرکزونه وتړي.))

په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې حنیف اتمر ویلي چې د دغه دفتر د پرانيستلو اساسي موخه د سولې له پروسې سره همکاري وه.

خو د هغه په وینا، له تېرو څو کلونو تېرېدو راهیسې چې دغه دفتر پرانيستل شوی، تر اوسه یې د سولې له پروسې سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د ملي امنیت سلاکار وایي چې د قطر له حکومت سره غواړي خبرې وکړي، څو دغه دفتر وتړل شي.

د ملي امنیت شورا ویاند او د ستراتيژیکو اړیکو رییس قادرشاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو د قطر دفتر هېڅ لاسته راوړنه نه لري؛ ځکه نو تړل به یې ښه اقدام وي.

هغه زیاته کړه، د کوم کار لپاره چې دغه دفتر پرانيستل شوی و، هغه یې ترسره نه کړ؛ ځکه نو دوی یې د پرانيستې پاتې کېدو پلوي نه کوي.

login or register a new account.