ژبه

حزب اسلامي: د ټاپي پروژه به د هېواد روان بحران هواري کې مرسته وکړي

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦) :  حزب اسلامي د ټاپي له پروژې څخه د ملاتړ ترڅنګ ويلي چې دا به د هېواد د روان بحران هواري کې هم مرسته وکړي.

په کابل کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له خوا د کب په ٥ مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى ټاپي ته ديوې مهمې پروژې په سترګه ګوري  او د پلي کېدو پيل يې يو مهم پرمختګ ګڼي.

سرچينې زياته کړې،د ټاپي پروژه نه يواځې له اقتصادي اړخه، بلکې په سياسي توګه يې هم د هېواد لپاره ارزښت زيات دى.

حزب اسلامي ويلي، ټاپي پروژه به د هېواد د روان بحران هواري کې هم ګټور رول ولوبوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، حزب اسلامي لا ډېر دمخه اعلان کړى وچې ددې پروژې د پلي کولو پر مهال يې په امنيت کې مرسته کولى شي.

حزب اسلامي له هېوادوالو غوښتي چې د هغو کورنيو او بهرنيو هېواد دښمنو کړيو مخه ډب کړي  چې غواړي ددې ملي پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه هېوادونه چې نه غواړي مرکزي اسيا له سوېلي اسيا سره وصل شي، ګاز، نفت او  برېښنا يې له دې لارې بهر ته انتقال شي د اسيا ددغو دوو برخو پر مارکېټونو له نورو سره د سيالۍ هڅه کوي، دافغانستان جنګ ته د داسې پېښې په سترګه ګوري چې دوام يې له دوى سره پر دغو مهمو مارکېټونو د تسلط په اړه مرسته کوي.

سرچينې زياته کړې، د همدې موخې لپاره دغه کړۍ له تېرو درېيو لسيزو راهيسې د افغانستان د جنګ پر دوام پراخې پانګونې کوي او يو شمېر کورنيو ډلو ته يې پراخې پيسې او وسلې ورکړي دي، هم په هېواد کې دننه يې د خپلو اهدافو لپاره جنګوي او هم يې نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره لېږي.

حزب اسلامي ويلي، له کومو سيمو چې د ټاپي پروژه تېريږي، ولسونه يې بايد د امنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي.

ټاپي له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته د ګاز نلليکې د غځولو پروژه ده چې ٧٣٥ کيلومتره يې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېريږي.

په افغانستان کې ددې پروژې کار پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

login or register a new account.