ژبه

په کابل کې د ملي بس غرفې د هټپو په توګه کارول کېږي

کابل (پژواک،۵کب۹۶): په کابل کې ځينې هغه غرفې او شاوخوا سيمې يې چې د ملي بس خدمتونو وړاندې کولو لپاره جوړې شوې دي، غصب او د هټيو په توګه کارول کېږي.

د پژواک خبري ډله چې د نمونې په توګه يې د کابل ښار د شپږمې او اوومې ناحيو اړوند د دارالامان پر سړک او د دولسمې ناحيې اړوند د احمدشاه بابا مېنې (ارزان قيمت) سيمه کې له اتو غرفو او شاوخوا ساحو څخه يې ليدنه کړې، موندلې چې دغه ځايونه غصب شوي دي.

ډېر هغه کسان چې په دارالامان کې دا ډول غرفې په واک کې لري، د يادو شويو غرفو د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه خبرو ته حاضر نه شول، خو د دغو غرفو در لودونکو پژواک ته ويلي چې هره مياشت د کابل ښاروالۍ ته له ۱۵۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانيو کرايه ورکوي.

د نجيب الله په نامه چې دا ډول غرفه کې هټۍ لري، پژواک خبري اژانس ته وويل:”له څلورو کلونو ډېر وخت کېږي چې د ښاروالۍ له خوا راته د ملي بس يوه غرفه راکړی شوې او دوکانداري کوم.”

نوموړي زياته کړه: “دغه غرفه د ښاروالۍ شپږمې ناحيې ماته په کرايه راکړې او هره مياشت د کابل ښاروالۍ ته ۲۵۰۰ افغانۍ کرايه ورکوم.”

علي رضا يو بل تن دی چې په دارالامان کې د ملي بس په غرفه کې خوراکي توکي پلوري، وويل چې هره مياشت ښاروالۍ ته ۲۵۰۰ افغانۍ کرايه ورکوي.

دى زياتوي: “په اړونده ناحيه کې د غرفو ترلاسه کولو لپاره سيالي کېږي او هر څوک چې ډېره کرايه ورکړي، غرفه ترلاسه کوي او له هغې وروسته په ټاکلي وخت د ښاروالۍ بانکي حساب ته پيسې اچوي.”

د ملي بس تصدۍ تخنيکي مرستيال احمدګل اميري پژواک ته وويل: “په کابل کې د يو شمېر غرفو او  مسافرو د تمځايونو په اړه خبر نه لرم، دا چې نه پوهېږم چې د کوم ارګان له خوا جوړې شوې، تر اوسه يې موږ ته نه دي تسليم کړي.”

د نوموړي په خبره، اوسمهال ۲۹۰ ملي بسونه فعال دي چې د ښار په بېلا بېلو سيمو کې خلک وړي راوړي.

اميري زياته کړه، خلک له دې موټرو څخه د استفادې لپاره نغدې پيسې ورکوي او د ټکټ د صادرېدو سيستم نه دی فعال.

خو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند حکمت الله قوانچ وويل چې د ياد شوي وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې ټولې غرفې او شاوخوا ساحې يې غصب شوې دي.

نوموړي وويل: “معلومه نه ده چې په دې غصب کې څوک ښکېل دي، خو پوهېږم چې په کرايه ورکړی شوې او څوک يې د کرايې پيسې ترلاسه کوي.”

قوانچ زياته کړه: “دا غرفې د ښاروالۍ اړوند دي او کابل ښاروالي بايد په دې اړه ځواب ووايي.”

د ښاروالۍ د شپږمې ناحيې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې شپږمه، اوومه او ۱۲مه ناحيه کې ۲۰ غرفې جوړې شوې او په کرايه ورکړل شوې دي.

په داسې حال کې چې  د يادو شويو غرفو او شاوخوا ساحو استفاده کوونکي وايي چې ښاروالۍ ته پيسې ورکوي او د ښاروالۍ په شپږمه ناحيه کې يوې سرچينې هم دغه موضوع تاييد کړه، د کابل ښاروالۍ وياند جليل سلطاني وايي چې دوی په دې اړه خبر نه دي.

نوموړي وويل: “تر اوسه د ښاوالۍ له خوا د ښار د اوسېدونکو لپاره د ملي بس هېڅ تمځای هم نه دی مشخص شوی او د اړونده غرفو له شتون څخه خبر نه لرم.”

سلطاني زياته کړه چې ډېر ژر به د کابل ښار په ۴۵۰ سيمو کې د ملي بس تمځايونه جوړ شي چې تجهيزات يې له ترکيې څخه واردېږي او ټاکل شوې ده چې کار يې د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې پيل شي.