ژبه

ناټو: روسيه دې د طالبانو پر ځاى له افغان حکومت سره مرسته وکړي

کابل (پژواک، ٦ کب ٩٦): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن وايي چې روسيه دې داعش ته د ماتې ورکولو لپاره د طالبانو پر ځاى له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

جنرال نیکولسن پرون ناوخته په کابل کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د يادو څرګندولو تر څنګ په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د جګړه مارو د شمېر په اړه د روسيې ادعاوې رد کړې دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف څو ورځې مخکې له خپل پاکستاني سيال سره په کنفرانس کې ويلي وو چې په افغانستان کې تر درې زره زيات داعش وسله وال شته چې د منځنۍ اسيا هېوادونو تر څنګ د روسيې امنيت ته يې هم ګواښ رامنځته کړى دى.

دوى دا ادعا هم کړې وه چې امريکا په افغانستان کې د داعش ګواښ ته اهميت نه ورکوي.

دغه راز په دې وروستيو کې د روسيې او وسله والو طالبانو تر منځ هم اړيکې پياوړې شوې او ويل کېږي چې روسيې له طالبانو سره پوځي او مالي مرستې هم کوي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن وويل چې په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ١٥٠٠ داعش وسله وال شته چې ډېرى يې د ختيځ په ننګرهار او کونړ او د شمال په جوزجان ولايت کې مېشت دي.

هغه زياته کړې چې افغان او امريکايي ځواکونو په يادو درېيو ولايتونو کې د داعش پر ضد ځمکني او هوايي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دى وايي، په تېرو دوو کلونو کې د داعش د يو شمېر مهمو مشرانو په ګډون د هغوى ګڼ وسله وال وژل شوي اوشمېره يې نيمې ته راټيټه کړې ده.

جنرال نيکولسن دغه راز وويل چې ګڼ شمېر سيمې هم د داعش وسله والو له شتونه پاکې شوې دي.

خو د ناټو قوماندان له روسيې وغوښتل چې د داعش پر ضد له طالبانو سره د مرستې او همکارۍ پر ځاى دې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

نوموړي وويل چې د داعش افغان ډلې ته تر يوې مودې پورې له عراق او سوريې مرسته راتله، خو کله چې يې په يادو هېوادونو کې داعش ته ماتې ورکړه، نو دا مرستې کمې شوې.

login or register a new account.

ورته موضوع