ژبه

په اسلام اباد کې د افغانستان- پاک د خبرو اترو درې ورځنی کنفرانس پیل شوی

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اترو درې ورځنۍ کنفرانس پيل شوى دى.

د افغانستان او پاکستان د حکومتي او غير حکومتي کسانو تر منځ ((له پولو بهر)) تر عنوان لاندې دغه کنفرانس نن (د کب ٧مه) په اسلام اباد کې پيل شوى چې په کې له افغانستانه ١٢ کسيز پلاوي ګډون کړى دى.

دغه کنفرانس په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز (سي ار اېس اېس) له خوا جوړ شوى چې اصلي مرکز يې په برېتانيا کې دى.

د دغه مرکز له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په افغان پلاوي کې په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې د اجرائيه رياست ستر سلاکار مزمل شينوارى، د ملي شورا غړې هيلۍ ارشاد او رنګينه کارګر، د سولې عالي شورا غړى عبدالحکيم مجاهد، د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزى، د ننګرهار پخوانى والي سليم خان کندوزى، د اجرائيه رياست سلاکار سکندر او د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال محمد درانى شامل دي.

د پاکستان په پلاوي کې د ملي شورا غړي شېرين مزاري، شيبلي فراز، د ملي دفاع وزارت پخوانى مرستيال متقاعد جنرال اصف ياسين ملک، د بلوچستان د پوليسو پخوانى قوماندان شعيب سډل، پخواني سفيران قاضي همايون، ميا ثناءالله او سيما الهي بلوچ، سياسي تحليلګر زاهد حسين او د يو خصوصي تلوېزيون د سياسي بحثونو کوربه رحمان اظهر شامل دي.

سرچينې زياته کړې چې له دغه کنفرانسه يې موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ښه کول، د ولسونو او خلکو تر منځ نږدې والى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کنفرانس کې به د دواړو هېوادونو استازي پر سولې، امنيت، د افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل د وروستيو خونړيو بريدونو پر عواقبو، کډوالو او پر هغو ټکو بحث کېږي چې د دواړو هېوادونو اقتصاد او سوداګري ور پورې تړلې دي.

سرچينې ويلي چې د کنفرانس ګډونوال به د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ګډون له يو شمېر چارواکو او د پوهنتونونو له محصلينو سره هم ګوري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کنفرانس کې د تېرې غونـډې چې درې مياشتې مخکې په کابل کې شوې وه، پر لاسته راوړنو او د پرېکړو پر عملي کولو خبرې کېږي.

login or register a new account.