کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦): د اسلامي هېوادونو سازمان (اسلامي کنفرانس) سرمنشي ويلي، څوک چې د ملکي وګړو پر وړاندې ځانمرګي بريدونه کوي، هغوى پر اسلام عقيده نه لري.
د اسلامي کنفرانس سرمنشي ډاکتر يوسف العثيمين دغه څرګندونې د کابل پروسې له کنفرانس څخه مخکې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ځانمرګو بريدونو په غبرګون کې کړې دي.
دوه ورځې مخکې د کابل ښار په شش درک سيمه، د هلمند په مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ کې درې ځانمرګي بريدونه وشول چې له مله يې يو شمېر ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د اسلامي کنفرانس له خوا د کب په ٧مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سازمان سرمنشي ويلي چې دا ډول بريدونه د اسلام له مخې د هېڅ ډول توجيه وړ نه دي.
ډاکټر يوسف زياته کړې: ((څوک چې د ملکي وګړو پر وړاندې ځانمرګي بريدونه کوي، هغوى پر اسلام عقيده نه لري.))
هغه له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
د اسلامي کنفرانس سرمنشي ويلي چې د افغان شخړې هواري لپاره سياسي حل لارې ته اړتيا ده او دا هغه مهال ممکنه ده چې وسله وال له تاوتريخوالي لاس واخلي، د افغانستان وروستۍ لاسته راوړنې وساتل شي او اساسي قانون ته درناوى ولري.
ډاکټر يوسف العثيمين د اسلامي کنفرانس له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې په دې سخت وخت کې د افغانستان له ملي يووالي حکومت څخه ملاتړ وکړي .
ده زياته کړې: ((د افغان حکومت برياليتوب سره؛ تلپاتې سولې او ثبات ته هيله مندي زياتوي او اقتصادي خوشحالتيا رامنځته کوي.))
هغه له ټولو ديني عالمانو او پوهانو غوښتي چې د يوې فتوا له لارې ترهګري او ځانمرګي بريدونه وغندي.
login or register a new account.