کابل (پژواک، ٨ کب ٩٦) : د پاکستان ولسمشر په بورسونو ورغلو افغان محصلينو نه غوښتي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفيرانو رول ترسره کړي.
د پاکستان ولسمشر ممون حسين دغه څرګندونې د کب په ٨ مه،اسلام اباد کې دغه هېواد ته په بورسونو ورغلو د افغان محصلينو يوه پلاوي سره د ليدلو پر مهال کړې دي.
د يادونې ده چې تېر کال پاکستان افغان محصلينو سره په ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا کټګوريو کې د ٣٠٠٠ بورسونو اعلان کړى و چې له ازموينې او پروسې وروسته ٦٢٠ تنه تېره مياشت دغه هېواد تللي دي.
د پاکستان د ملي راډيو تلوېزيون د راپورې له مخې، ولسمشر په دغه ليدنه کې ويلي چې په افغانستان کې د تېرو څو لسيزو جګړو له امله افغانانو ډېر څه له لاسه ورکړي، خو پاکستان هم ډېر زيان کړى دى.
هغه زياته کړې : (( د افغانستان د ښيګڼې لپاره موږ هر ډول همکارۍ ته چمتو يو.))
ممنون حسين افغان محصلينو ته ويلي چې تاسو د لوړو زده کړو لپاره راغلي ياست، څو په راتلونکي کې خپل هېواد او هېوادوالو ته په ښه توګه خدمت وکړئ.
هغه زياته کړې، کومې هيلې چې افغانانو دې محصلينو پورې تړلې دي، دوى به يې د پوره کولو لپاره هر ډول هڅې کوي.
د پاکستان ولسمشر هيله څرګنده کړې چې دغه افغان محصلين به ددواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو لپاره د سفيرانو رول ترسره کړي.
خو هغه داهم وويلي چې ځينې هېوادونه د افغانستان او پاکستان د اړيکو خرابولو هڅې کوي، د دې لپاره بايد ولسونه هوښيار وي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر غني ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال له پاکستان څخه مننه وکړه چې افغان محصلينو ته يې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړېده.
هغه زياته کړه چې له دا ډول اقداماتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ غلطۍ فهمۍ او بې باروۍ کمېدلى شي.
login or register a new account.