ژبه

حامد کرزي د افغانستان د حکومت د سولې وړانديز ملاتړ وکړ

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٦): پخواني ولسمشر حامد کرزي طالبانو ته د افغانستان د حکومت د سولې وړانديز ملاتړ او هرکلى کړى دى.

د افغانستان حکومت پرون د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې يو ځل بيا طالبانو ته له قيده او شرط پرته د سولې د نوي وړانديز تر څنګ هغوى ته د ځينو امتيازاتو ورکولو ژمنه هم ورکړه.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره د کب په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزي د حکومت له لوري د سولې کوښښونو او د طالبانو له تحریک سره د مخامخ خبرو اترو د وړاندیز هرکلى او په کلکه ملاتړ کوي.

حامد کرزي دغه راز له طالبانو غوښتي چې د سولې مذاکراتو ته لبیک ووایي او د امریکا پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېني او د یوې بین الافغاني پرېکړې له لارې په هېواد کې د پردو د ګټو جګړې ته، چې په پايله کې یې دواړو خواوو ته یوازې افغانان قرباني کېږي، د پای ټکی کېږدي.

هغه زياته کړې، شاوخوا څلوېښت کاله کېږي چې په هېواد کې د جنګ اور بل دی او افغانان د پردیو د دسیسو ښکار ګرځېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ یوازې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې تر لسو زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښایي چې په پوره هوښیاري سره د پردیو د دسایسو پر وړاندې یو موټی شو او خپل وران ویجاړ هېواد د جګړې له ناورین څخه وژغورل شي.

پخوانی ولسمشر هیله څرګنده کړې، د سولې د خبرو په پیل سره په هېواد کې د جګړې،‌ چاودنو او وژنو لړۍ ژر تر ژره پای ته ورسېږي او افغانان ټول په یوه غږ او ملي اتحاد او اتفاق سره د هېواد د رفاه او ترقي لپاره مټې راونغاړي.

login or register a new account.

ورته موضوع