ژبه

هند د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٦): هندوستان په افغانستان کې د منپريټ وهرا پر ځاى يو بل ډيپلومات د نوي سفير په توګه ټاکلى دى.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وينى کومار د کابل لپاره نوى سفير ټاکل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى اوسمهال د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي څانګې د مسوول په توګه دنده ترسره کوي.

هغه له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د هندوستان د ډيپلومات په توګه دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع