کابل (پژواک،١٣ کب ٩٦) : افغانستان هغو هېوادونو ته چې د داعش په اړه اندېښنه لري، وړانديز وکړ چې په دې اړه د پلټنو لپاره خپل استخباراتي او امنيتي استازي را ولېږي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دغه وړانديز د کابل پروسې د دويم کنفرانس پر مهال د روسيې، ايران او پاکستاني استازو د نيوکو او اندېښنو په ځواب کې کړى دى.
د کابل پروسې دويم کنفرانس د تېرې چهارشنبې په ورځ د کب په ٩مه، د ٢٥ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شو.
په دې کنفرانس کې د افغانستان حکومت وسله والو طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ، خو د طالبانو له خوا تر اوسه کوم ځواب نه دى ورکړل شوى.
که څه هم ددې کنفرانس ځينې برخې په ژوندۍ بڼه خپره شوې دې، خو ځينې برخې يې چې په کې عام بحث، سوالونه او ځوابونه شوي، تر اوسه نه دي خپرې شوي .
پژواک اژانس ددې برخې ويډو ترلاسه کړې چې په کې د روسيې،ايران او پاکستان استازو خپلې نيوکې، وړانديزونه او اندېښنې شريکې کړې او دافغانستان د ملي امنيت د سلاکار حنيف اتمر له خوا ورته ځوابونه ورکړل شوي دي.
د روسيې سفير اليګزنډر مانتيسکي د ترهګرۍ او نشه يي توکو په اړه د خپل هېواد داندېښنو شريکولو پر مهال له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
هغه په افغانستان کې دداعش ډلې د مخ پرزياتېدونکو فعاليتونو هم ژوره اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په عراق او سوريه کې تر ماتې خوړلو وروسته داعش غواړي په افغانستان کې خپلې پښې خښې کړي.
نوموړي زياته کړه : (( زه بښنه غواړم چې دا څرګندونې کوم، خو په افغانستان کې ځينې ناپېژندل شوې چورلکې داعش ډلې ته وسلې او نور پوځي وسايل رسوي، سره له دې چې د افغانستان فضا دامريکا په واک کې ده، خو امريکا په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.))
د ايران د بهرنيو چارو وزارت استازي رسول اسلامي هم د روسيې د اندېښنو ملاتړ وکړ او په دې برخه کې يې د سپيناوي غوښتنه وکړه.
د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر له ټولو ګډونوالو مننه وکړه چې په افغانستان کې يې ترهګريز بريدونه وغندل او ويې ويل چې له دې سره دوى له افغانانو سره خپل يووالى څرګندکړ.
هغه زياته کړه : (( زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا ډول ترهګريز بريدونه به د افغانستان د خلکو او خلکو هغه ژمنې زيانمنې نه کړي، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې يې کړې دي.))
login or register a new account.