کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٦) : د کورنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له قوماندانانو سره د پوليسو او نورو برخو کې پر اصلاحاتو خبرې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو لوی قوماندان جنرال ریکارډو مارکیو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ له عمومي قوماندان (جنرال نیکولسن) سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د کورنیو چارو وزیر ددې ليدنې پر مهال لومړی د یاد وزارت د ستراتیژیک پلان له مخې د اصلاحاتو راوستلو په اړه وویل:"موږ د خپل ستراتیژیک لیدلوري له مخې د کورنیو چارو وزارت په اړوندو ادارو او د کابل ۱۰۱ آسمايي زون قوماندانۍ اړوند امنیتي ادارو کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کړي او د اصلاحاتو دا لړۍ مو په تدریج سره له مرکز څخه ولایتونو ته هم غځېدونکې ده."
برمک په کورنیو چارو وزارت کې د سیستم جوړولو او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د شوو کارونو او لاسته راوړنو په اړه د ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو لوی قوماندان جنرال ریکارډو مارکیو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال نیکولسن ته معلومات ورکړل.
نوموړي زیاته کړه: "موږ د کورنیو چارو په اړوندو ادارو کې د چارو د سیسټماتیک کېدو له مخې د ټولو بیوکراسیو او خنډونو کلک مخنیوی کوو او د کابل ترافیک پولیسو په ریاست کې مو په دې وروستیو کې د (نیمېز) سیستم فعال کړى، چې له مخې به یې په یاد ریاست کې د اداري فساد او بډو اخيستلو څخه په کلکه مخنیوی وشي."
د کورنیو چارو وزیر همدار راز له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د سرحدي او عامه نظم پولیسو د لېږدولو همدارنګه د ملي پولیسو د روزنې او سمبالتیا په اړه هم خبرې وکړې او د ملي پولیسو لپاره ښوونه او روزنه یې د یاد وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه یو بنسټیز لومړیتوب په ګوته کړ.
د ناټو ځواکونو د ګډو عملیاتو لوی قوماندان جنرال ریکاردو مارکیو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال نیکولسن د کورنیو چارو وزارت له اصلاحي پروګرامونو ستاینه او ملاتړ وکړ او د کورنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړ چې ناټو ځواکونه به له افغان ملي پولیسو سره د کلکې همغږۍ له مخې خپلو عملیاتو ته د پخوا په څېر دوام ورکوي.
دغه راز په دې کتنه کې د فراه ولایت پر امنیتي وضعیت هم خبرې وشوې، په یاد ولایت کې د ترهګرو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د نویو چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو ژمنه هم وشوه.
login or register a new account.