کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٦): د ا رګ پلاوي له عطاءمحمد نور سره له دوو ورځنيو کاميابو خبرو اترو وروسته هوکړې ته رسېدلي دي.
د ملي يووالي حکومت يوې باوري سرچينې د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې خبرو اترو لپاره د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحيمي دوه ورځې مخکې مزار شريف ته تللي وو.
سرچينې زياته کړې چې د دواړو لورو تر منځ تېره شپه تر ناوخته پورې خبرې اترې وشوې او يوې موافقې او پرېکړې ته ورسېدل.
د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، د موافقې له مخې به عطاء محمد نور دنده پرېږدي، خو د هغه په خوښه به بل والي ټاکل کېږي.
له دې څو مياشتې مخکې ولسمشر اشرف غني د عطاءمحمد نور استعفا منظور کړه او انجنير داوود يې د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه.
خو يادې سرچينې وويل، انجنير داوود به د نوي والي په توګه نه معرفي کېږي.
د يادونې ده، عطاءمحمد نور د ولسمشر له حکم منلو انکار وکړ او په بلخ ولايت کې يې خپلې دندې ته دوام ورکړ.
د حکومت يادې سرچينې وويل چې بلخ ته تللى د ارګ پلاوى به نن بېرته کابل ته راستون شي او له مشرانو سره به وروستي پرمختګونه شريک کړي.