ژبه

“د سولې په اړه د حکومت طرحه مشخصه او واضح ده”

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٦): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت د سولې په اړه مشخصه طرحه وړاندې کړې ده، کوم سياسيون چې په دې اړه څرګندونې کوي، د هغوى شخصي نظر دى.

د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال وسله والو طالبانو ته له قيد او شرط پرته له يو شمېر امتيازاتو سره د سولې وړانديز وکړ.

خو تر اوسه د طالبانو له خوا په دې اړه مثبت او يا هم منفي غبرګون نه دى ښودل شوى.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له امريکايي رسنۍ نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې ويلي چې حکومت طالبانو ته د سولې د وړانديزونو تر څنګ د امن سيمو يا د سولې په نوم د ولايتونو وړانديز هم کړی دى.

خو د ولسمشر مرستيال وياند دواخانه مينه پال وايي چې د سولې په اړه د افغان سياستوالو وړانديزونه د هغوی شخصي نظر دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې حکومت طالبانو ته مشخصه او واضح طرحه وړاندې کړې ده.

مينه پال وايي چې په ياده طرحه کې هر څه په څرګند ډول ذکر شوي، د کنفرانس ګډونوالو او خلکو ته يې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، سياستوال چې کومې څرګندونې کوي، د هغوى شخصي نظر دى، حکومت يې په اړه څه نه شي ويلى.

login or register a new account.