ژبه

اتمر: افغانستان د سولې او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې دواړه ستراتيژۍ هممهاله پرمخ وړي

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٦) :  د ملي امنيت سلاکار وايي چې افغانستان د سولې او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې دواړه ستراتيژۍ په يو وخت پرمخ وړي، ځکه چې دواړه طرحې د يو بل بشپړونکې دى.

د ولسمشر ملي امنيت سلاکار دغه څرګندونې د هېواد د قول اردوګانو د قوماندانانو او نورو پوځي چارواکو او افسرانو کنفرانس ته کړې دي.

هغه زياته کړه  چې دغه کنفرانس ځانګړى اهميت لري او ټول هېواد وال ددې کنفرانس پايلو،  وړانديزونو او پرېکړو ته سترګې په لار دي.

اتمر وويل، ددې کنفرانس پايلې به د هېوادوالو ذهنونه ارام کړي او دافغانستان د غټو سياستونو د ملاتړ لامل به وګرځي.

نوموړي په هرات کې د ټاپي پروژې او د کابل پروسې ددويم کنفرانس د امنيت ټينګولو له امله له ټولو امنيتي ځواکونو مننه وکړه.

د هغه په وينا، نه يواځې افغانان بلکې نړيوال او په ځانګړې توګه د ناټو د وارسا د غونډې ګډونوال او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نړيوالو ته په خپله وينا کې د افغان ملي ځواکونو د سرښندنو، شجاعت او قربانيو ستاينه کړې ده.

اتمر وايي، ترهګري د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره ګډ ګواښ دى او نړيوال نه شي کولى چې د افغانستان له مرستې پرته يې مقابله وکړي.

ده ملي ځواکونو ته په خطاب کې وويل : (( کومې لاسته راوړنې چې تاسو لرئ او د ترهګرۍ سره مو په نره مبارزه کړې، دا نه يواځې د افغانانو بلکې د نړيوالو وياړ هم دى.))

د ملي امنيت سلاکار وويل، د افغانستان مشرتابه په دې وروستيو کې د سولې او ترهګرۍ پر ضد مبارزې دوه سترې ستراتيژۍ نړيوالو ته وړاندې کړې دي.

د هغه په وينا، لومړى نړيواله ټولنه حيرانه وه چې څه ډول په يو وخت کې هم د سولې ستراتيژي او هم د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پرمخ وړل کېداى شي.

خو حنيف اتمر وايي، د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه د ملي دفاع وزير، د ملي امنيت رييس او د ملي امنيت شورا د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال په دې اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او نړيوالې ټولنې ته يې قناعت ورکړ.

ده زياته کړه، دا دواړه ستراتيژۍ يو له بل سره په تناقض کې نه دي، بلکې يو د بل بشپړونکې او د يوې سکې دوه مخه دي.

login or register a new account.