ژبه

زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د کب په ١٧مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.

هغه زياته کړې چې له باجوه سره يې پر بېلابېلو مهمو او کليدي موضوعاتو جامع او پراخې خبرې کړې دي.

زاخېلوال وايي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو او سوداګرېزو توکو له کومې ستونزې پرته د تګ راتګ، د کابل پر وروستي کنفرانس  او د دواړو هېوادونو تر منځ د بدګومانيو پر له منځه وړو خبرې کړې دي.

login or register a new account.