کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د ملي دفاع وزارت وايي چې په کونړ ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کې تر ١٥ ډېر وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې په دغو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د زوى په ګډون یې ګڼ شمېر مهم مشران وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د کب په ١٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د شلطن ولسوالۍ د چنار بانډې سيمې په چوګام کلي کې د وسله والو مخالفينو پر يوه پټنځاى بريد کړى دی.
سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې ١٥ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى وسلې او وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي، هغه ترهګرې ډلې چې له ترهګرۍ لاس وانه خلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى نه شي، همدا ډول به له منځه يووړل شي.
بلخوا د کونړ ولايت ځينې سرچينې وايي چې دغه بريد د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ډلې پر يوه مهم مرکز ترسره شوى چې په ترڅ کې يې د يادې ډلې د مشر ملا فضل الله زوى عبدالله هم وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په وژل شوو کې د دې ډلې ګڼ شمېر نور مشران او ځانمرګي بريدګر هم شامل دي.
راپورونه وايي چې په دغو بريدونو کې د استاد ياسين په نامه د ځانمرګو بريدګرو روزونکى هم وژل شوى دى.
login or register a new account.