کابل (پژواک، ۱۸ کب ۹۶) : امریکا د پاکستانیو طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله په ګډون د درېیو کسانو پر سرونو انعامونه اعلان کړي دي.
په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ملا فضل الله په مشرۍ تحریک طالبان پاکستان د امریکا د ګټو پر ضد د ډېرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې دغې ډلې د پيښور پر ښوونځي د هغه برید مسوولیت هم منلى و، چې په ترڅ کې یی ۱۴۸ زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۱۰ کال کې په نیویارک کې د یوه ناکام برید هڅه هم کړې وه.
امریکا، ملا فضل الله لا دمخه د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ملا فضل الله پر سر یې پنځه میلیونه ډالره، د بلې پاکستانۍ ډلې جماعت الاحرار د مشر عبدالولي او د لشکر اسلام د مشر منګل باغ پر سرونو یې درې درې میلیونه ډالره انعام اعلان کړی دی.
یادو ډلو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
login or register a new account.