ژبه

اسلامي کنفرانس: د افغان حکومت د سولې وړانديز بايد ملاتړ وشي

کابل (پژواک،١٩ کب ٩٦): د اسلامي هېوادونو سازمان د افغانستان وروستي ترهګريز بريدونه غندلي، له ټولو سياسي ډلو، وسله والو مخالفينو او ګاونډيانو يې غوښتي دي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي کنفرانس د مرکزي دفتر له خوا د کب په ١٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو يو ځل بيا پرون په کابل کې ملکي وګړي په وينو ولمبول.

پرون د کابل د شپږمې حوزې د دشت برچي اړونده سيمه کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې شاوخوا لس تنه ووژل شول او تر ٢٠ زيات ټپيان شول.

د اسلامي کنفرانس سکرتر جنرال ډاکتر يوسف بين احمد العثيمين ويلي، ترهګرو يو ځل بيا په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

هغه زياته کړې چې دا ډول بريدونه د ترهګرو  وحشت په ډاګه کوي او دا ډول کړنې دوى نور هم د افغان ولس پر وړاندې منزوي کوي.

ډاکتر يوسف د پرونۍ پېښې د قربانيو له کورنيو سره غمرازي څرګنده کړې او د تسليت مراتب يې وړاندې کړې دي.

نوموړي د افغانستان له ټولو ښکېلو خواوو، سياسي ډلو، ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې دافغانانو په مشرۍ  دسولې له پروسې او دملي يووالي حکومت له خوا د وړاندې شوې سولې وړانديز ملاتړ وکړي.

د اسلامي کنفرانس سکرتر جنرال وايي چې مسلمان امت په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو ته تمه دى.

login or register a new account.