ژبه

طالبانو اندونيزيا کې د افغان سولې په اړه د علماوو له کنفرانس سره مخالفت وکړ

 

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦) : وسله والو طالبانو په اندونيزيا کې د افغانستان د سولې په اړه د علماوو له جوړېدونکي کنفرانس سره مخالفت ښودلى دى.

د اندونيزيا ولسمشر تېره مياشت پاکستان او افغانستان ته د سفرونو پر مهال ددې کنفرانس وړانديز کړى و چې د افغانستان له خوا يې نه يواځې هرکلى وشو، بلکې د ګډون ډاډ هم ورکړل شو، خو دپاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د اندونيزيا مرستيال ولسمشر هم چې څو ورځې مخکې د کابل پروسې دويم کنفرانس کې دګډون لپاره کابل ته راغلى و، رسنيو ته ويلي وو چې دا کنفرانس به د مارچ د مياشتې د ١٦ او ١٩ ترمنځ ورځو کې د اندونيزيا پلازمېنه جکارتا کې ترسره کېږي.

يوې سرچينې پژواک ته ويلي ووچې په دې کنفرانس کې به دافغانستان، پاکستان او اندونيزيا ١٥، ١٥ تنه علماء ګډون کوي.

خو وسله والو طالبانو له دغه جوړېدونکي کنفرانس سره مخالفت څرګند کړى دى.

ددوى د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د کب په١٩مه، رسنيو ته په پنځو ژبو (پښتو، دري، انګليسي، عربي او اردو) خبرپاڼه رالېږلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان قضيه که څه هم ډېره پېچلې او له فهم لوړه مسئله نه ده، خو د اسلامي امت د لويو قضاياوو له جملې څخه شمېرل کېږي .

دوى ويلي، په هېواد کې يې سم نظام رامنځته کړى و،  خو دامريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو د دوى نظام ړنګ کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي:" د کابل ادارې ته د مشروعيت ورکولو او د سولې ګمراه کوونکو تبليغاتو او جعلي هڅو په لړ کې  دا ځل دوى غواړي د نړۍ علماء کرامو او اسلامي هېوادونو ته په دوکې ورکولو په اندونيزيا يا بل کوم هېواد کې د اسلامي نړۍ د عالمانو په نوم غونډه جوړه کړي. "

طالبانو زياته کړې، د کابل حکومت ويلي چې دا کنفرانس ددوى په غوښتنه او ابتکار جوړېږي، ترڅو نړيوالو ته په غلطو معلوماتو ورکولو سره خپل حکومت ته مشروعيت ورکړي.

دوى له اسلامي هېوادونو غوښتي چې نه يواځې د دا ډول غونډو او کنفرانسونو جوړېدو ته زمينه برابره نه کړي، بلکې له ګډون څخه هم په کې ډډه وکړي. خبر او اېډېټ : جاوېد هميم کاکړ

login or register a new account.