Language

د ولسوالانو د استخدام سياليو پروګرام پيل شو

کابل (پژواک،۲۰ کب ۹۶): د سيمه ييزو ارګانونو ادارې اعلان کړی چې د ولسواليو د چارو د ښو پر مخ بيولو او ولسوالانو د استخدام په موخه د سياليو پروګرام پيل شوی دی.

دغه موضوع د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د استخدام د بورد مشر نجيب الله امين نن په کابل کې په دې اړه نيول شوو مراسمو کې په ډاګه کړه.

نوموړي چې د دغو ازادو سياليو په لومړي پړاو ازموينه کې د بېلابېلو ولايتونو ۱۴۰ کسانو ګډون کړی او ټاکل شوې ده چې له يادو کسانو به په بلخ، خوست، کونړ، جوزجان، کندهار، پکتيا، نيمروز او هلمند ولايتونو کې ۱۰ کسان د ولسوالانو په توګه وټاکل شي.

د امين په خبره، دغه پروګرام د ولسواليو ادارو لپاره د وړ کسانو د غوراوي په موخه جوړ شوی چې له مخې يې ګډونوال بايد په ليکلې ازموينه کې برخه واخلي.

هغه وويل چې د ياد پروګرام په عملي کېدو سره به د سياسي او سليقوي جوړ جاړيو له مخې د ولسوالانو د استخدام مخه ونيول شي.

د سيمه ييزو ارګانونو ادارې وياندې منيرې يوسف زاده پژواک ته وويل چې دغه ازموينه د هغو ولسواليو لپاره په پام کې نيول شوې چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د نوموړې په وينا، اوسمهال په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۰ ولسوالۍ د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او سيمه ييزو ارګانونو ادارې پرېکړه کړې چې د يادو ولسواليو لپاره د وړ کسانو د استخدام په موخه دغه پروګرام عملي کړي.

login or register a new account.