کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٦): د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هندوستان په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور اېم ٣٥ ډوله چورلکي اخلي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه يو تړون پرون د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د افغانستان او بلاروس د استازو تر منځ لاسليک شو.
هغه زياته کړه چې د دغه تړون له مخې به بېلاروس افغانستان ته څلور اېم ٣٥ ډوله جنګي چورلکې ورکوي، خو مالي لګښت يې هندوستان پر غاړه اخيستى دى.
د وزيري په وينا، دا چورلکې په محاربوي عملياتو کې ډېرې ګټورې ثابتېږي او ورسره به د افغانستان هوايي ځواک هم پياوړی شي.
د يادونې ده، له دې مخکې هندوستان له افغانستان سره د اېم اى ٢٥ ډوله جنګي چورلکو مرسته هم کړې ده.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان اوس مهال شاوخوا ١٥٠ الوتکې او ۳۵ چورلکې لري.، په دې وروستيو کې امريکا له افغانستان هوايي ځواک سره د جنګي جېټ او چورلکو مرستې کړې، دغه راز هندوستان هم دوه کاله مخکې څلور چورلکې ورکړې وې.
login or register a new account.