کابل- مزارشريف (پژواک، ٢٢ کب ٩٦): د عطاءمحمد نور او ارګ تر منځ د هوکړې له مخې به تر راتلونکو درېیو څلورو ورځو د ولسي جرګې وکيل اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شي.
شاوخوا درې مياشتې مخکې ولسمشر اشرف غني عطاءمحمد نور د بلخ د والي په توګه له دندې لرې کړ او انجنير داوود يې د هغه ځاى ناستى وټاکه.
خو عطاءمحمد نور د ولسمشر د حکم له منلو انکار وکړ او تر اوسه يې په ولايت کې خپلې دندې ته دوام ورکاوه.
هغه په ځينو غونډو کې چې د ده په ملاتړ جوړې شوې وې، ارګ او اجرائيه رياست ته يې ګواښونه هم کول او په دې وروستيو کې يې د ټول هېواد په کچه د سترو لاريونونو پيلولو اعلان کړی و.
د بلخ د شخړې د هواري لپاره تېره اوونۍ د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحيمي مزارشريف ته تللي وو او له عطاءمحمد نور سره يې درې ورځې پرله پسې مذاکرات وکړل.
د حکومت يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ارګ او عطاءمحمد نور هوکړې ته رسېدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې د هوکړې له مخې به اوس د ولسي جرګې وکيل اسحاق رهګذر د بلخ لپاره د عطاء محمد نور په خوښه د نوي والي په توګه معرفي شي.
يادې سرچينې وويل چې په راتلونکو درېيو څلورو ورځو کې به رهګذر د لوړپوړو چارواکو په شتون کې د بلخ د نوي والي په توګه دنده پيل کړي.
دغه راز حکومتي سرچينې وويل چې د هوکړې له مخې به دوه وزيران، يو معين او يو سفير د عطاءمحمد نور په خوښه معرفي کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، کېداى شي د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه عطامحمد نور ته ورکړل شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر افضل حديد پژواک اژانس ته يو ځل بيا ومنله چې ارګ او عطاءمحمد نور هوکړې ته رسېدلي دي.
هغه چې د نور له نږدې ملګرو شمېرل کېږي، مزارشريف ته د ستانکزي او رحيمي سفر ګټور وباله او ويې ویل چې په دغو مذاکراتو کې ډېر پرمختګ وشو.
login or register a new account.