ژبه

د امريکا د دفاع وزير په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٦):  د امريکا د دفاع وزير جميز ميټس له افغان او ناټو چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ميټس نن سهار کابل ته را رسېدلى دى.

سرچينې زياته کړې چې هغه به له ولسمشر اشرف غني سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

بلخوا کابل ته له راتګ مخکې جيمز ميټس ويلي، داسې نښې يې ترلاسه کړې دي چې سولې ته د طالبانو لېوالتيا پيدا شوې ده.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، ميټس کابل ته په لاره په الوتکه کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال زياته کړې: ((د طالبانو له خوا د لېوالتيا اشارې شوې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ، خو د هغوى له خوا تر اوسه ځواب نه دى ورکړل شوى.

خو د امريکا د دفاع وزير ويلي چې د طالبانو ځينې ډلې او مشران د سولې له خبرو سره لېوالتيا د کابل له کنفرانس څخه څو مياشتې مخکې ښودلې وه.

login or register a new account.