کابل (پژواک، ۲۲ کب ۹۶) : د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې خپل درې تنه پخواني مهم غړي عبدالهادي ارغندیوال، انجنیر محمد خان او ډاکټر انور له ګونده وویستل.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه د کب په ۲۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه خپره شوې رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، وروستيو پېښو او انكشافاتو ته په پام سره؛ د حزب اسلامي افغانستان اجرائيه شورى؛ په خپلي وروستۍ غونډه كې د رايو په اتفاق وپتېله چي د ارغنديوال، انجنير محمدخان او داكتر انور عضويت په حزب كي د دې لپاره منتفي اعلان كړي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه کسان له نورو ګوندونو او ائتلافونو سره تعهد لري، د هغوى تګلارو او دريځونو ته ژمن دي او د هغوى په ګټه كار كوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د حزب د اصولو له مخې هغه څوك په حزب كي خپل عضويت له لاسه وركوي چي له بل ګوند او تنظيم سره پټ يا څرګند تعهد لري.
حزب اسلامي ویلي : (( دوى ته ويل شوي وو چي كه د بېل تنظيم جوړولو شوق لرئ؛ خپل شوق پوره كړئ او په بېل نوم، آرم او نشان فعاليت وكړئ، چي په دې صورت كي به حزب اسلامي له تاسو، ستاسو له فعاليتونو او له هغو لوريو سره نه كومه ستونزه لري او نه كوم اعتراض، چي تاسو ورسره يوځاى شوي يئ، حتى كه د حزب اسلامي له داسې حريفانو او رقيبانو سره هم يو ځاى شئ او په څنګ كې یې وخوځېږئ چي له حزب اسلامي سره زړه دښمني پالي او نه پخلا كېدونكي دي، خو له داسي كار ډډه وكړئ چي لانجې زېږوي او تقابل او تصادم رامنځته كوي. متاسفانه هغوى دې توصيو ته اعتناء ونه كړه، او حزب اسلامي ته ئې له دې پرته بل بديل پرېنښود چي د دوى د عضويت ختمولو پړېكړه اعلان كړي. ))
په خبرپاڼه کې راغلي، حزب اسلامي خپلو ټولو متعهدينو، افغان ولس، سياسي گوندونو، د ملي وحدت حكومت او ټولو اړوند ذيدخلو لوريو ته په واضح الفاظو وايي، چې له نن وروسته دا درې تنه نه د حزب اسلامي غړي دي، نه استازي، نه د حزب اسلامي په نامه د فعاليت او كوم امتياز ترلاسه كولو حق لري، او نه دا چي په حزب اسلامي پوري تړلي عنوانونه او ارزښتونه وكاروي.
سرچینې ویلي، دولت له حزب اسلامي سره يوه داسي معاهده لري چي د دواړو لوريو مشرانو لاسليك كړې، نړۍ والي ټولني هم د هغې ملاتړ او حمايت كړى، ټول دولتي بنسټونه مكلف دي د دې معاهدې درناوى وكړي، موادو ته یې التزام ولري او له داسي تصرفاتو ډډه وكړي چي د معاهدې د نقض معنى لري.
دوی ګواښ کړی، كه دولتي بنسټونه معاهده نقض كړي نو حزب اسلامي به د وحدت ملي حكومت او د معاهدې په اړه نوى او مناسب تصميم نيسي.
login or register a new account.