ژبه

“د افغانستان په قضايي ارګان کې د ښځو قاضیانو شمېر د پام وړ ډېر شوی”

کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د ښځو چارو وزيره وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ٢٤٠ ښځې د قاضيانو په توګه دندې ترسره کوي چې د قضيايي قوې مهمه برخه تشکيلوي.

د ښځو وزيرې دلبر نظري دا څرګندونې تېره ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ښځو په اړه يوې ځانګړې غونډې ته کړې دي.

هغې په ټولنو کې د جندر او د جنسي تاوتريخوالي پر له منځه وړو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دې برخه کې جوړ شوي قوانين بايد عملي شي.

مېرمن نظري دغه راز وويل چې د افغانستان حکومت د ښځو د ځواکمنتيا په برخه کې ډېر اقدامات کړي دي.

هغې زياته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې ٢٤٠ ښځې د قاضيانو په توګه دندې ترسره کوي او دغه شمېر په قضايي قوه کې لویه برخه بللای شو.

د نوموړې په وينا، دغه راز د افغانستان د مدافع وکيلانو ٢١ سلنه برخه هم ښځې او په بېلابېلو قضيو کې له ښځو سره همکاري کوي.

د ښځو چارو وزيرې ويلي چې د ښځو ځواکمنتيا او د جندر په برخه کې مساوات د افغانستان د حکومت د پراختيا مهمه برخه ده.

مېرمن نظري زياته کړې: ((موږ پر دې باوري يو چې د جندر مساوات او د ښځو ځواکمنتيا د يوې ټولنې په ځواکمنولو کې مهم رول لوبوي.))

په ياده غونډه کې د افغانستان له لوري د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه سرابي، د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر، د ولسي جرګې وکيله فوزيه کوفي، د افغان پلاوي غړو په ياده غونډه کې د ښځو پر ټولنيز، اقتصادي، امنيتي او نورو برخو کې ويناوې کړې او د افغان ښځو ستونزې او لاسته راوړنې يې په ډاګه کړې.

login or register a new account.