کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦) : د ملګرو ملتونو يوناما دفتر او له ټاکنو څخه د مهمو مرستندویه هېوادونو د سفیرانو د ملاتړ ډلې په خپل وخت د افغانستان د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د يوناما مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده ډله کې اروپايي ټولنه، ډنمارک، جرمني، جاپان، بريتانيا، امريکا، ناټو، د ملګرو ملتونو ديوناما دفتر او نور شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې د مهالنيو ټاکنو د ترسره کولو لپاره دوى د افغان دولت مسووليتونه او دسياسي قشر پياوړې ارادې ته متوجه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو د ملاتړ ډله او نوره نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان له ټاکنیزو ادارو څخه به د پر وخت، با اعتباره او هراړخیزوټاکنو تر سره کولو په موخه ملاتړ کوي.
دوى ويلي : " د ټاکنیز سیستم په اړه اوږود مهاله اندېښنو ته زموږ پام دی. موږ منو چې د ټاکنیز سیستم پرېکړه په بشپړه توګه د افغانستان خلکو پورې اړه لري او دا چاره باید له یوې هر اړخیزې، مشورتي، له طرز العمل او د اساسي قانون له لار ښوونې سره په سمون کې، قانوني پروسې له لارې تر سره شي. "
سرچينې ويلي، دوى د ټاکنو د تر سره کولو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اړتیا وړ تخنیکي اصلاحاتو ارزونه په پام کې لري چې په سیستم کې یې بدلون راولي .
يادې ډلې ويلي، که دې وخت کې اصلاحات او بدلونونه راوړل شي، نو کېداى شي پارلماني ټاکنې وځنډول شي چې دا کار به د اندېښنې وړ وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکنې د افغانانو تر مالکیت لاندې یوه ملي پروسه ده چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو په ګډون ټول ښکیل اړخونه په دې برخه کې همکار دي.
سرچينې ويلي، د هر اړخیزو با اعتباره پر وخت ټاکنو تر سره کول د سیاسي ثبات او همدارنګه د سولې د بهیر پرمختګ لپاره اړین دي.
ټاکل شوې ده چې پارلماني ټاکنې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې ترسره شي.
login or register a new account.