ژبه

نیکولسن: د پاکستان له خوا د مثبتو اقداماتو هېڅ څرک نه دی لیدل شوی

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن وايي چې تر اوسه د پاکستان له خوا د مثبتو اقداماتو نښې نښانې نه دي ليدل شوې او نه هم په افغانستان کې تاوتريخوالى کم شوى دى.

جنرال نيکولسن دغه څرګندونې د کب په ٢٨مه په کابل کې د ناټو د روزنې ماموريت مرکزي قوماندانۍ کې د افغانستان د نوي لمريز کال په مناسبت په يوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه د نوي لمريز کال مبارکي ټولو افغانانو ته ورکړه او هيله يې څرګنده کړه چې نوى کال د افغانانو د خوښۍ، سوکالۍ، سولې او ثبات کال وي.

جنرال نيکولسن د افغانانو له مېلمه پالنې مننه وکړه او زياته يې کړه چې دوى د افغانانو د ښې راتلونکي لپاره دلته دي.

نوموړي زياته کړه چې ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته د سولې ښه او مثبت وړانديز ورکړى، څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.

دى وايي: "موږ به ترهغو له تاسو سره يو چې تاسو يې غواړئ."

هغه د ۹۷یم کال په اړه وويل چې جګړې به دوام لري، خو د دې تر څنګ به د سولې لپاره هم ټول اړخونه خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

نوموړي د لاتيني امريکايي هېواد کولمبيا ته په اشارې سره وويل چې هلته هم د سولې د خبرو تر څنګ جګړې هم روانې وې او تېر کال په کې د سولې تړون لاسليک شو.

د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال نيکولسن وويل چې د سولې د خبرو تر څنګ پر وسله والو طالبانو او نورو ډلو نظامي فشار هم راوړل کېږي.

خو په ډاګه يې کړه چې طالبان هېڅکله د جګړې له لارې بريا نه شي ترلاسه کولى.

جنرال نيکولسن دغه راز وويل چې د پوځي فشار تر څنګ به پر طالبانو ټولنيز او مذهبي فشار هم اچول کېږي.

د هغه په وينا، افغانان په ټولنيزو شبکو او په ټاکنو کې د پراخې ونډې اخيستلو سره پر طالبانو يو ډول فشار راوړی، دغه راز په اندونيزيا کې د علماوو کنفرانس له جوړېدو سره به پر هغوى يو ډول مذهبي فشار هم راوړل شي.

login or register a new account.