کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٧): د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار د جرمني د نوي حکومت له چارواکو سره د ليدنو پر مهال په ډاګه کړه چې افغانستان د سولې او جګړې دوه ستراتيژۍ هممهاله پر مخ وړي.
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه د وري په ٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت له سلاکار جان هېکر د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له لوړ پوړو چارواکو سره په رسمي ناستو کې پر امنیتي، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې.
جرمني چې تازه یې د نوي حکومت کابینې او پارلمان خپلې رسمي چارې پیل کړې، له افغان دولت سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو په برخو کې رول د پاملرنې وړ دی.
قادرشاه وايي، د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر چې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي او پراختیا په موخه جرمني ته رسمي سفر کړی، د جرمني فدرالي جمهوریت د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت له سلاکار جان هېکر سره په لیدنه کې یې د دوه اړخیزو امنیتي، سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د هغه په وينا، له جان هېکر سره په لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د جرمني د وسله وال ځواک له فعال حضور څخه مننه وکړه او د پولیسو د وړتیاوو په لوړاوي او روزنه کې یې د جرمني همکاري مهمه وبلله.
اتمر وویل چې نړیوال باید په سیمه کې د ترهګرو د ځپلو لپاره خپلې هڅې پراخې او منسجمې کړي او هغه هېوادونه چې ترهګرو ته یې په خپله خاوره کې د فعالیت او روزنې زمینه برابره کړې، تر سیاسي او اقتصادي فشارونه لاندې ونیسي.
ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د جرمني ځواکونو د شمېر زیاتېدو په برخه کې د نوموړي هېواد د حکومت پرېکړه پر ځای وبلله او دا یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بریالیتوب کې مهم ګام وباله.
هغه زياته کړې، د افغان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې او له مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې ستراتیژۍ به هم مهاله پر مخ وړي او د کابل پروسې په ناسته کې د دواړو ستراتیژیو اعلانول او د نړیوالو ملاتړ د پام وړ پرمختګ په ګوته کړ.
د نوموړي په وينا، د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې له بهیر څخه د جرمني د سیاسي مشرتابه ملاتړ مهم رول لري او طالبانو ته یې د حکومت د سولې د وروستي وړاندیز او د هغې د ستراتیژیکو موخو په اړه یې ورسره بحث وکړ.
د ملي امنيت سلاکار د پولیسو په روزنه او په خاص ډول د رهبرۍ د مهارتونو په پورته کولو کې د جرمني د خاصو همکاریو او تجربو د انتقال غوښتنه وکړه، نوموړي وویل چې جرمني د پولیسو په روزنه او مسلکي سازۍ کې د پام وړ رول لوبولی او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
قادر شاه وايي، د دې تر څنګ ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د بهرنیو چارو وزارتو له مقاماتو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دولتونو په کچه د اړیکو او همکاریو پراختیا ټینګار وکړ او د دولت د ملکي مامورینو د کاري وړتیاوو په پورته کولو کې یې د جرمني له همکاریو څخه قدرداني وکړه .
ملي امنیت سلاکار همدارنګه د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې د ستراتیژیو د هم مهال تطبیق پر څرنګوالي بحث وکړ او د دې ستراتیژیو له تطبیق څخه یې د نړیوال ملاتړ پراختیا مهمه و بلله.