ژبه

د افغانستان په اړه د تاشکند نړيوال کنفرانس نن پيلېږي

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د افغانستان په اړه د کابل پروسې اړوند د تاشکند کنفرانس نن د ولسمشر اشرف غني او نورو چارواکو په ګډون پيلېږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، دغه کنفرانس چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې به د نن ورځې په اوږدو کې پيل شي، دوه ورځ به دوام ولري.

د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژۍ او پاليسۍ څانګې رييس اشرف حيدري په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په دغه کنفرانس کې به په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې او بحثونه وشي.

هغه زياته کړې چې دغه راز په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به د افغانستان او ټولې سيمې پر امنيت، سوداګريزې نښلونې او له نشه يي توکو سره پر مبارزې هم خبرې کېږي.

نوموړي د ازبکستان له حکومته مننه کړې ده چې د دغه کنفرانس کوربه توب کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې به د منځنۍ اسيا هېوادونو په ګډون د ٢٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون وکړي.

په کنفرانس کې به دغه راز د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو مشره موګريني، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تاداميچي ياماماتو  هم ګډون وکړي.

همدا رنګه د پاکستان، ايران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې، جرمني، انګلستان، ايټاليا ، روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو وزارتونو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د يادونې ده، تېره مياشت د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال پرېکړه شوې وه چې په تاشکند، متحده عربي امارات او اندونيزيا کې د افغان سولې په اړه نورې غونډې جوړېږي.

د نړيوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي چې د تاشکند کنفرانس له مکاني، زماني او رواني لحاظه ډېر مهم دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له رواني اړخه ځکه مهم دى چې ولسمشر تازه وسله والو طالبانو ته د سولې طرحه وړاندې کړې ده او ټول خلک اوسمهال د طالبانو غبرګون ته سترګې په لار دي چې په دې کنفرانس کې به د ولسمشر طرحه د بحث مهمه برخه وي.

خادم وايي چې د مکان له مخې، د تاشکند کنفرانس ځکه مهم دى چې ازبکستان د افغانستان د ګاونډي هېواد تر څنګ د روسيې مستعمره پاتې شوى، خو اوسمهال ناپېیلی هېواد دى، له افغانستان سره پراخې اقتصادي او سياسي اړيکې لري.

login or register a new account.