ژبه

افغانستان پر سعودي د يمني حوثيانو توغندويي بريد وغانده

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د افغانستان حکومت پر سعودي عربستان د يمني حوثيانو توغندويي بريد په کلکه غندلى دى.

د يمن حوثي ياغيانو وړمه شپه د سعودي عربستان پر پلازمېنې رياض او نورو ښارونو اووه توغندي توغولي دي.

د سعودي په مشرۍ د پوځي اتحاد مسوولين وايي چې ځواکونو يې دا اووه واړه توغندي په هوا کې له منځه وړي، خو د يوه توغندي ټوټې د رياض پر يوه کور غورځېدلې چې له امله يې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد د غندلو تر څنګ پر دې کار سخته اندېښنه ښودل شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د حرمين الشريفين پر سپېڅلې خاوره د حوثيانو بريد د افغانستان دولت او خلکو ته د منلو وړ نه دى او د اندېښنې وړ مسئله ده.

تر دې مخکې هم حوثيانو د سعودي پر پلازمېنې او مکې مکرمې ښار توغندويي بريدونه کړي، خو پر هدف نه دي لګېدلي.

login or register a new account.