کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، د افغانستان پر خاورې د پاکستان د راکټي بريدونو په تړاو د پاکستان سفارت شارژدافير احضار کړى دى.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ويلي، افغان حکومت له دې وړاندې هم د افغانستان پر خاوره د پاکستاني ځواکونو له لوري د راکټي بريدونو اندېښنې شريکې کړې، خو دغه کار لا تر اوسه پورې روان دى.
سرچينې زياته کړې، د دغو راکټي بريدونو له امله ډېر شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز د کونړ ولايت د اوسېدونکو شتمنۍ يې له منځه وړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پر کونړ ولايت د پاکستان د راکټي بريدونو له امله ځينو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز يې د کورونو پر ويجاړېدو سربېره ترهګريزو ډلو ته هم د مېشتېدو زمينه مساعده کړې ده.
سرچينې ويلي، افغان دولت او خلک د پاکستان دغه اعمال پر سختو ټکو غندي او د پاکستان دغه کړنې د نړيوالو معيارونو پر ضد بولي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنيو چارو وزارت پرون مازديګر له همدې امله کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافير احضار کړى، څو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اندېښنې له خپلو چارواکو سره شريکې کړي او دغه کار ژر تر ژره بند کړي.
د ويلو ده چې پاکستاني ځواکونو له څو اونيو وقفې وروسته يو ځل بيا د کونړ پر يو شمېر سيمو راکټي بريدونه پيل کړي چې د ځاني مرګ ژوبلې سربېره يې د سيمې اوسېدونکو ته مالي زيانونه هم اړولي او لسګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.
login or register a new account.