ژبه

تاشکند کنفرانس له طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز منلو غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٧): د تاشکند کنفرانس له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د سولې وړانديز ومني؛ ځکه چې سوله کې د ټولو بريا ده، بايلونکى نه لري.

دغه څرګندونې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه تر دوه ورځني کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلاميه کې شوې دي.

دغه کنفرانس چې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو پر ګډې مشرۍ ترسره شوه، په کې د شاوخوا ٢٥ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان سوله او ثبات د ټولې سيمې د ثبات او پرمختګ لپاره اړين دى او دې لپاره چې په افغانستان کې د اوږدې مودې شخړې پاى ته ورسېږي، په ګډه به د سولې لپاره هلې ځلې کېږي.

سرچينې زياته کړې چې ټولو ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد د ګـډې مبارزې او د سولې پر ټينګښت ټينګار وکړ.

په اعلاميه کې کې راغلي چې د کنفرانس ټولو ګـډونوالو د افغانستان له خپلواکۍ، ارضي تماميت او ملي يووالي ملاتړ کوي او د دغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سيمې لپاره مهمه ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د تاشکند کنفرانس د کابل پروسې د دويم کنفرانس د پرېکړو او د افغان دولت له خوا وسله والو طالبانو ته د سولې د وړانديز او طرحې هم ملاتړ کوي.

د تاشکند کنفرانس د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منـځ له قيد او شرط پرته د سولې پر نېغو خبرو ټينګار کړى څو په افغانستان کې دوامداره سوله رامنځته شي.

د کنفرانس ګډونوالو پر طالبانو غږ کړى چې د کابل کنفرانس پر مهال د افغان دولت د سولې طرحې او وړانديز ته مثبت ځواب ووايي.

په اعلاميه کې راغلي چې له وسله والو طالبانو سياسي جوړ جاړى د افغانستان د روانې شخړې د هواري تر ټولو مهمه لاره ده.

دغه راز د تاشکند له وسله والو طالبانو هم غوښتي چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي او خپله لېوالتيا په ډاګه کړي.

د کنفرانس ګـډونوالو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره ګړندي ګامونه واخلي؛ ځکه چې په سوله کې د ټولو اړخونو بريا ده، هېڅوک ماتې نه خوري.

login or register a new account.