ژبه

د سيمه ييز ځواک لومړۍ ټولى په لغمان کې ځاى پر ځاى کېږي

کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې د سيمه ييز ځواک جوړولو لپاره جلب او جذب په ښه ډول روان دی او ډېر ژر به یې لومړى ټولى په لغمان ولايت کې ځاى پر ځاى شي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه ١٩٣ ځوانان د ملي اردو سيمه ييز ځواک ته جذب شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې ډېر ژر به دغه ځواک ته د لومړي ټولي د روزنې لړۍ پيل شي.

د ملي دفاع وزارت ويلي چې د یاد ځواک لومړى ټولى به له روزنې وروسته په نږدې راتلونکي کې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې ځاى پر ځاى شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سيمه ييز ځواک به په سيمه او ساحه کې د ملي اردو له قطعاتو او ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

له دې مخکې د کندهار چارواکو ويلي وو چې د ملي اردو سیمه ییز ځواکونه په لومړي پړاو کې د کندهار په دوو ولسوالیو ارغنداب او ژېړۍ کې په ازمایښتي بڼه جوړېږي.

د کندهار والي زلمي ويسا ويلي وو چې وروسته به دغه لړۍ د دغه ولایت نورو ولسوالیو او بیا د افغانستان تر ټولو ولایتونو وغځول شي.

نوموړي دغه ګام د امنیت په ټینګښت کې ډېر ګټور وباله خو ټینګار یې وکړ چې د هغوی ښې روزنې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ډګروال عبدالرحمن پرواني وویل، سیمه ییزه ملي اردو به د ملي اردو د ځواکونو په څېر له ټولو امتیازاتو برخمن وي او په خپلو سیمو کې به د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه، د سیمه ییز ځواک سرتېري به په پوځي اکاډمیو کې له زده کړو وروسته پر دندو ګومارل کېږي.

login or register a new account.