کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې ويلي چې د افغانانو بشري حقوق اوس هم تر پښو لاندې کېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه څرګندونې د دې ادارې د بشري حقونو په کلني راپور کې شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې په وروستيو کلونو کې د افغان حکومت له خوا په دې برخه کې له مثبتو اقداماتو او پرمختګونو سره سره اوس هم افغانان د بشري حقونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په دغه راپور کې د ٢٠١٧ زېږديز کال له جنورۍ تر نومبر مياشت پورې په افغانستان کې د بشري حقوقو د حالت ارزونه شوې ده.
په دغه راپور کې پر پنځو برخو تمرکز شوى، په وسله والو شخړو کې د عامو خلکو خوندي کول، له جګړو څخه د ماشومانو خوندي ساتل، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پاى ته رسول، په امنيتي ارګانونو کې د ښځو د ونډې زياتول، د جندر موضوع او د سولې په پروسه کې بشري حقوقو ته درناوى د پام وړ ګرځول شوى.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان خلک اوس د بشري حقوق په برخو کې ستونزې لري او حقوق يې تر پښو لاندې کېږي.
login or register a new account.