جلال اباد- شبرغان (پژواک، ٩ ورى ٩٧) : چارواکي وايي چې په ننګرهار او جوزجان ولايتونو کې پنځه ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې پرون د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ په سيمه کې د داعش پر پټنځايونو بمبار کړى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د داعش ډلې درې ازبکستاني غړي وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه راز د يادې ډلې پټنځايونه او يو شمېر سپکې او درنې وسلې له منځه وړل شوي دي.
بلخوا په جوزجان ولايت کې هم امنيتي سرچينو ويلي، بهرنيو ځواکونو د درزاب ولسوالۍ په فزلغوچ سيمه کې هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې دوه ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.