کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): ستره محکمه وايي چې تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او جنسي تېريو له ١٦٢٠ قضيو کې ١٤ کسان پر مرګ، ١٧٩ پر عمر بند او سلګونه نور پر کلونو بند محکوم شوي دي.
د سترې محکمې له خوا د وري په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سترې د محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ د عالي شورا غونډه پرون جوړه شوې وه.
سرچينې زياته کړې، د سترې محکمې عالي شورا لومړى د جنسي تېري او د ښځې پر خلاف د تاوتريخوالي د قضيو د څېړنې پر وړاندې د مرکز او ولايتونو د لومړنیو او استيناف محکمو د ١٣٩٦ کال د اجرااتو راپورونه وڅېړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، د راپورونو له مخې؛ په ١٣٩٦ لمريز کال کې په جنسي تېري پورې د اړوندو
قضيو په باره کې ٢٣٥ قضيې او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٩٧٣ قضيې چې ټول تورن کسان يې ١٦٢٠ تنو ته رسېږي، د لومړنيو او استيناف محکمو له خوا څېړل شوې دي.
سرچينې ويلي چې په يادو قضيو کې ١٤ تنه پر سختو مجازاتو، ١٧٩ تنه پر دايمي بند، ٢٢٤ تنه پر اوږده بند، ٥٤٤ تنه پر منځني بند، ٥١٤ تنه پر لنډمهاله بند او ٢٦٢ تنه پر نغدي جريمو محکوم شوي.
په راپور کې راغلي چې په يادو قضيو کې ٢٥٣ نور کسان له منسوبه تورونو څخه برائت ترلاسه کړی دی.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د جنسي تېري ډېری قضيې د کابل، تخار، جوزجان، بلخ، کندوز، کندهار او د هرات په ولايتونو کې ثبت شوې وې.
دغه راز د ښځې پر وړاندې تاوتريخوالي ډېری قضيې د کابل، بلخ، دايکنډي، هرات، تخار، کندوز، باميانو او د بدخشان په ولايتونو کې اړوندو محکمو ته محولې شوې وې.
سرچينې ويلي په ١٣٩٦ کال کې د ١٣٩٥ کال په پرتله د قضيو د څېړنې په برخه کې ٣٣٥ قضيې او د تورنو کسانو د شمېر په برخه کې ٥٤٨ تنه زيات شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سترې محکمې عالي شورا دغه راز په دې غونډه کې د قاضيانو د ځينو وظيفوي سرغړونو په باب غور وشو او د قضايي پلټنې د لوى رياست د راپورونو او د تدقيقي نظريو پر بنسټ د باميانو او دايکنډي ولايتونو د محکمو ١١ قاضيانو ته د دوى د وظيفوي سرغړونو له تشخيص او تثبيت وروسته د قضايي سرغړونو د څېړنې د څرنګوالي د مقررې له حکمونو سره سم لازمې تاديبي جزاګانې تجويز شوې.
login or register a new account.