کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): ملګرو ملتونو او ناټو سازمان د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو د مهالوېش له اعلان څخه هرکلى کړى دى.
د افغانستان د ټولټاکنو خپلواک کمېسيون مشر او کمېشنرانو نن (د وري ١٢مه) په يو خبري کنفرانس کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ورځ او مهالوېش اعلان کړل.
دوى وويل چې ټاکنې به د روان لمريز کې د تلې په ٢٨مه ترسره کېږي او د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه به د وري په ٢٥مه پيل شي.
ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې د چنګاښ په ١٦مه ترسره شي، خو د کمېسيون مشرانو وويل چې له ټکنالوجۍ استفاده، په ټاکنو کې د بايوميټرک سيستم کارول او د کمېسيون د يوه غړي نوي مقررېدل د دې لامل شو چې د ټاکنو نېټه وځنډېږي.
ملګرو ملتونو او ناټو سازمان د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو د مهالوېش له اعلانه هرکلى کړى دى.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د ټاکنو د تازه پرمختګ هرکلى شوى دى.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو ويلي: "د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د يوې کره نېټې ټاکل مثبت او مهم پرمختګ دی چې ټاکنې به د پلي کېدو لور ته يوسي.
هغه زياته کړې، رڼې او پراخې ټاکنې د افغانستان خورا اړينه برخه جوړوي چې په دغه هېواد کې د ولسواک سياسي بهير پیاوړتيا څرګندوي.
د هغه په وينا، په ټوله ټاکنيزه پروسه کې د افغانانو ګډون خورا مهم دی.
د يوناما مشر ويلي چې د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر میاشت کې مرستندویې ټولنې ژمنه وکړه چې د ټاکنو د خپلواک او د ټاکنو د شکایتونو له کمېسیونونو سره د روانو مرستو تر څنګ به د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د بوديجې ۴.۲۸ میلیونه ډالرو ۹۰ سلنه برابروي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زياته کړې، په ټوله کې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ ټاکنیزې پروسې څخه ملاتړ ته ژمن دي.
بلخوا په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلى شوى دى.
login or register a new account.