کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٧): په افغانستان کې د ناټو قوماندان د ټاکنو د نېټې له اعلانه د هرکلي تر څنګ ويلي چې په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون به پر طالبانو يو ډول ټولنيز فشار وي او دا به د دې لامل شي چې هغوی د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
په کابل کې د ناټو د روزنې غوڅ ماموريت قوماندانۍ له خوا د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى قوماندان جنرال جان نيکولسن د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د پارلماني ټاکنو د نېتې د اعلان هرکلى کوي.
هغه زياته کړې: "ټاکنې ترسره کېدل يو له هغو درېيو فشارونو دی د سولې له پروسې سره د طالبانو د يو ځاى کېدو لپاره واچول شي."
نوموړي زياته کړې، د دې تر څنګ د پوځي فشار او ډيپلوماسۍ له لارې به هم پر طالبانو فشار راوړل کېږي، څو د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
جنرال نيکولسن وايي چې د ټاکنو ترسره کېدل او په کې د افغانانو پراخ ګډون په خپله پر طالبانو يو ډول ټولنيز فشار دى، څو هغوى اماده شي چې د جګړې پر ځاى سوله ييزه لاره خپله کړي.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان دا هم ويلي چې ټاکنې یوه رڼه ملي پروسه ده، خو د ناټو د روزنې ماموريت به د افغان ځواکونو ته په ښې روزنې سره به هغوى وکولى شي چې د ټاکنو په امنيت ټينګولو کې بريالي شي.
هغه زياته کړې: "موږ د افغانستان سياسي پروسې، افغان سياسي مشرانو او د ټاکنو پروسې ته درناوى لرو."
د يادونې ده، د ناټو قوماندان څه موده مخکې له پژواک سره د يوې مرکې پر مهال د راتلونکو ټاکنو د امنيت په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړى و.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر او کمېشنرانو پرون په يو خبري کنفرانس کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ورځ او مهالوېش اعلان کړل.
دوى وويل چې ټاکنې به د روان لمريز کې د تلې په ٢٨مه ترسره کېږي او د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه به د وري په ٢٥مه پيل شي.
ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې د چنګاښ په ١٦مه ترسره شي، خو د کمېسيون مشرانو وويل چې له ټکنالوجۍ استفاده، په ټاکنو کې د بايوميټرک سيستم کارول او د کمېسيون د يوه غړي نوي مقررېدل د دې لامل شو چې د ټاکنو نېټه وځنډېږي.
ملګرو ملتونو هم پرون د افغانستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو د مهالوېش له اعلانه هرکلى کړى و.
login or register a new account.