ژبه

کابل (پژواک، ١٤ورى ٩٧) : ملګرو ملتونو ويلي چې د دوى د بشري حقوقو يوه ډله د کندوز د هوايي بريد په اړه څېړنې پيلوي.

تېره ورځ ( د وري ١٣مه) تر غرمې مخکې افغان ځواکونو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ پر يوې مدرسې هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

که څه هم ځايي امنيتي مسوولين وايي چې په دغه مدرسه کې د وسله والو طالبان مهم مشران راټول شوي وو او هغوى ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو ځايي اوسېدونکي او د دغه ولايت  ولايتي شورا غړي بيا وايي چې په دې بريد کې له سلو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګرو ملتونو اعلان کړى چې ددوى يوه ډله به ددې بريد په اړه ډېر ژر څېړنې پيل کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر (يوناما) له خوا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکل شوي : (( موږ د کندوز ددشت ارچي ولسوالۍ پېښه چې په ترڅ کې يې د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوى، له نږدې څخه څارو.))

سرچينې زياته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د څانګې يوه ډله سيمې ته رسېدلې او ډېر  ژر به د يادې پېښې په اړه څېړنې او پلټنې پيل کړي.

بلخوا د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون هم پر يادې پېښې ژوره اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په اړه يې به يې ډېر ژر څېړنې پيل کړي.

login or register a new account.