کابل (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): وسله والو طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوايي بريد د بې پرې او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ غرمه مهال د افغانستان د دفاع وزارت اړوند الوتکو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د يوې مدرسې د دستاربندۍ پر مراسمو هوايي بريدونه وکړل چې په پايله کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
حکومت او وسله والو طالبان دواړه د دې پېښې د قربانيانو په اړه بېلابېل ډول ادعاوې کوي، حکومت وايي چې هلته د طالبانو مشران راټول شوي وو او د دوى هدف هغوی وو، خو يو شمېر ملکيانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د کندوز ولايتي شورا، طالبان او د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دغه بريد کې تر ٦٠ زيات ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو نور ټپيان دي.
د کندوز ښار روغتون ته هم د ٥٦ ملکي ټپيان چې ماشومان هم په کې وو، ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو د وري په ١٦مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يو ځل بيا دغه هوايي بريد په کلکه غندلى دى.
دوى ادعا کړې ده چې په دې پېښه کې تر ٢٠٠ زياتو ملکي خلکو ته چې په کې ماشومان هم وو، مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو له ټولو نړيوالو بې پرې بنسټونو، ادارو او بشري مؤسساتو غوښتنه کړې چې په کندوز کې د رامنځته شوې پېښې په اړه يو پراخ او بې پرې پلاوى وټاکي، سيمې ته يې واستوي، څو د پېښې خپلواکه او هر اړخيزه څېړنه وکړي او څرګنده شي چې دغه بريد پر چا او د کومو اهدافو لپاره شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان به د دغه ډول پلاوي د راتګ لپاره پوره زمينه سازي وکړي او په سیمه کې د هر راز امنیت په اړه يې هم ډاډ ورکړى دى.
دغه راز طالبانو د ټولو رسنيو ژورنالېستانو ته هم ويلي چې سيمه له نږدې وګوري او پرې راپورونه جوړ کړي.
د افغانستان حکومت هم د يادې پېښې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى او کندوز ولايت ته يې استولى دى.
login or register a new account.