کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۷) : دافغانستان اجرایيوي رییس ډاکتر عبدالله د پاکستان لومړي وزیر سره په لیدنه کې د افغان او پاکستاني علماو ترمنځ د جنګ پر ضد د ګډې فتوا وړاندیز وکړ.
د افغانستان د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغأی، چې ډاکټر عبدالله ه نن په سپېدار ماڼۍ کي د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کي د افغانستان پر سوله او امنیت، له تروریزم سره پر ګډه او صادقانه مبارزې، د افغان کډوالو پر ستونزو، د ډیورنډ پر دې غاړه د پاکستاني ځواکونو پر بریدونو او د دوو هیوادونو ترمنځد سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر وده باندي بحث وشو.
اجرائیه رئیس د پاکستان لومړي وزیر او ورسره پلاويته تر ښه راغلاست وروسته وویل، چي دا ډول لیدني د دواړو هیوادونو ترمنځد ستونزو د حل او ګډو همکاریو لپاره زمینه مساعدوي.
هغه زیاته کړه، چي تروریزم نه یوازې په امنیتي لحاظ یو لوی خطر دی، بلکې د ګډو اقتصادي او تجارتي فرصتونو څخه د ګټي اخستنې په برخه کې هم اساسي خنډ دی، او پر ضد يې قاطع مبارزه پکار ده.
نوموړي وویل، چي په افغانستان کي د تاوتریخوالي کمښت کولای شي پر پاکستان د اعتماد فضا مساعده او د دواړو هیوادونو ترمنځد اړیکو په مخکي تګ کې مرسته وکړي. هغه همداراز د افغان او پاکستاني علماؤ ترمنځ د جنګ پر ضد د ګډې فتوا وړاندیز وکړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړي پر افغان سیمو هوايي او توپچي بریدونه د دوو هیوادونو ترمنځاړیکي نوري هم پسي ترینګلي کوي او اړتیا ده، چي پاکستان یې په مخنیوي کي کوټلي ګامونه پورته کړي.
هغه افغان کډوالو ته د پاکستان لخوا د نوي مهلت ورکړه وستایل، خو ټنګار یې وکړ، چي د ټولو افغان کډوالو بیرته راستنېدنه باید د هغوی په خوښه، تدریجي او عزتمندانه وي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل، چي د راتګ عمده هدف یې په افغانستان کي سوله ده او هیواد یې اماده دی، چي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي خبرو لپاره زمینه سازي وکي.
نوموړي وویل، دوی په دې فکر دي، چي سیمه ییزه نښلونه او اقتصادي اړیکي د امنیت په راتګ کي مهم رول لوبوي او دوی په همدې هدف هم د افغانستان د سولي او امنیت لپاره هڅي کوي.
هغه د ډیورنډ پر کرښه د تخطیو په اړه وویل، چي دوی دا ډول پالیسي نه لري او د وروستیو تخطیو په ارتباط به ښکاره د مخنیوي اقدامات کوي. عباسي یادونه وکړه، چي حکومت به ئې د تجارتي اړیکو د بهبود په نیت له دې وروسته له افغان اموالو څخه تنظیماتي مالیه نه اخلي او هیله لري، چي په افغانستان کي هم پاکستاني تجارو ته اسانتیاوي ډېري سي.