کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : د کار او ټولنيزو چارو وزارت په هېواد کې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ دولتي مرکز د جوړولو غوښتنه وکړه.
د اجراييه رياست دمطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مسوولينو دغه غوښتنه نن اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ناستې پر مهال وکړه.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې لومړی د عدلیې وزارت مرستیال په هېواد کې د ماشومانو د ساتنې او اصلاح د مرکزونو له عمومي وضعیت څخه ټولیز راپور وړاندې کړ.
هغه وویل چې د کابل د اصلاح مرکز د امنیتي پرسونل د کمښت له امله له ستونزو سره مخ دى.
نوموړي زياته کړه، د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح د مرکز د برېښنا ستونزه حل شوې او په نورو برخو کې یې هم اصلاحات رامنځته شوي دي.
د عدلیې وزارت مرستیال وویل چې په دې مرکز کې یې د ٢٤ ساعته کلينیک د فعالولو لپاره له عامې روغتیا وزارت سره خبرې کړي؛ خو اقتصادي ستونزې یې پر وړاندې خنډ شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې دمګړۍ يې د کابل د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز لپاره د امنیتي پرسونل د کمښت ستونزه حل کړې او د نوي تشکیل په منظورۍ سره به دا اندېښنه ختمه شي.
اجراييه رييس عبدالله لارښوونه وکړه چې په فراه، بلخ او کابل ولایتونو کې دې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو لپاره اساسي پاملرنه وشي او کورنیو چارو وزارت دې د خپلو کړنو په اړه اجراییه ریاست ته راپور ورکړي.
نوموړي همداراز لارښوونه وکړه چې د ٢٤ ساعته کلینیک د فعالولو پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو په اړه دې اړونده ادارې په تفصیل سره اجراييه ریاست ته معلومات وړاندې ترڅو يې د حل لپاره لارې چارې ولټول شي .
د دې ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وویل، چې له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه دي توانېدلي چې د دې مرکزونو لپاره په ټول هېواد کې اجتماعي کارمندان استخدام کړي.
د ياد وزارت چارواکو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې دې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ دولتي مرکز هم جوړ شي چې دا مهال یې نشتون ستونزې را پيدا کړې دي.
د ښځو چارو وزارت بیا په امن خونو او له ښځو څخه د ملاتړ ټولنو کې د شته هغو مېرمنو د برخلیک په اړه اندېښنه ښکاره کړه چې دا مهال یې ستونزې ختمې شوي او نه شي کولی چې بېرته له ټولنې سره یو ځای شي.
login or register a new account.