ژبه

په فراه او نیمروز کې د طالبانو اړوند د نشه یي توکو ۱۱ فابریکې له منځه وړل شوې دي

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٧): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په فراه او نيمروز ولايتونو کې د طالبانو د نشه يي توکو د توليد ١١ فابريکې له منځه وړې دي.

په کابل کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان او امریکایي ځواکونو په لومړي ځل د افغانستان په سوېل لوېديځ کې دا ډول هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينې زياته کړې، دغه بريدونه يې د تېرې اوونۍ په وروستيو کې کړي وو چې له امله يې د نشه يي توکو ١١ فابريکې له منځه وړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو بريدونو سره په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو له نشه يي توکو د طالبانو د عایداتو پر وړاندې خپله مبارزه له هلمند څخه نورو ولايتونو ته وغځوله.

امريکايي ځواکونو ويلي، دغه بریدونه د اېف ١٦ A-10s او MQ-9s الوتکو د لومړي ځل لپاره کړي او طالبانو ته يې سخته ضربه رسولې ده.

په افغانستان کې د امریکایي قواوو یو قوماندان جنرال جیمز هیکر ویلي: "طالبان به له دې وروسته خوندي ځای ونه لري. موږ به د هغوی د شبکو لټون ته دوام ورکړو او د نشه يي توکو د توليد په اړخه د هغوى وړتيا له منځه وړو."

د هغه په وينا، طالبان جنايي ډله ده، د نشه توکو له خرڅلاو څخه ګټه پورته کوي او له دې پيسو بيا په ترهګريزو علمياتو کې کار اخلي او عام افغانان وژني.

د يادونې ده، له دې مخکې امريکايي ځواکونو په هلمند ولايت کې د طالبانو پر ګڼ شمېر فابريکو او مرکزونه بريدونه کړي وو او د دوى په وينا، ګڼ شمېر فابريکې يې له منځه وړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.