ژبه

افغانستان او امريکا پر سياسي او امنيتي حالاتو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار سره پر وروستيو امنيتي او سياسي حالاتو خبرې وکړې.

د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستياله مېرمن الس ویلز چې کابل ته په رسمي سفر راغلې، د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې دواړو خواوو په دې ليدنه کې د افغانستان او سیمې پر وروستيو سیاسي او امنیتي حاالاتو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د کابل پروسې له ناستې وروسته او د تاشکند کنفرانس تعقیبي موضوعات و ارزول او د سولې د بهیر پر پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر پراختیا يې ټینګار وکړ.

سرچينه کاږي، د ملي امنیت سلاکار وویل چې د افغانستان د سولې له بهیره په سیمه ییزه او نړۍ واله کچه ملاتړ شته او په دې برخه کې رامنځته شوې سیمه ییزه او نړیواله اجماع یې مهم فرصت وباله.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې افغان ځواکونه به په ټول قوت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او هغه کورني او بهرني ترهګر به له منځه یوسي چې افغانستان، سیمې او نړۍ ته یې خطر پېښ کړی.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الس ویلز په خپلو خبرو کې د افغان دولت له پالیسو او پرمختګونو ملاتړ وکړ او د سولې لپاره یې سیمه ییزې او نړۍ والې اجماع ته د مثبت مسیر ورکول مهم و بلل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې پر یو لړ نورو سیمه ییز او نړۍ والو موضوعاتو خبرې وشوې.

د يادونې ده، مېرمن ويلز کابل ته تر سفر مخکې پاکستان ته تللې وه او د دغه هېواد له مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې کړې دي.

login or register a new account.