کابل (پژواک،٢٠ ورى ٩٧): د افغانستان د ترانسپورټ وزير د ازبکستان له يو شمېر چارواکو او د شرکتونو له مسوولينو سره د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان رسنيو د وري په ٢٠مه، خبر ورکړى چې د افغانستان د ترانسپورټ وزير محمد حمید طهماسی چې دغه هېواد ته په رسمي سفر تللى د چارواکوترڅنګ د يوشمېر سترو شرکتونو له مسوولينو سره يې هم ليدلي دي.
سرچينې زياته کړې چې پرون دازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ په وزارت کې دغه غونډه جوړه شوې وه او د دواړو هېوادونو پر ترانسپورټي اړيکو خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې پر هغو موضوعاتو هم خبرې وشوې چې دغه هېواد ته د ولسمشر اشرف غني د رسمي سفر پر مهال ژمنې شوې وې او يا يې هم تړونونه لاسليک شوي وو.
ولسمشر د ٢٠١٧ زېږديز کال د دسمبر په مياشت کې ازبکستان ته رسمي سفر کړى و.
د ازبکستان د بهرنۍ سوداګرۍ وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له افغان پلاوي سره په بېلابېلو ليدنو کې د سوداګرۍ او په ځانګړې توګه د ترانسپورټ په برخه کې د اړيکو پر پراختيا بحثونه وشول.
د سرچينې په وينـا، دوى غواړي چې په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په دې ليدنو کې له مزار شريف ښار څخه تر هرات ولايت پورې د اورګاډي ليکې پر غځولو هم خبرې وشوې
دغه راز په دې ليدنو کتنو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ پر هوايي دهليز هم بحثونه وشول.
login or register a new account.