کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧) : د ملي دفاع وزارت وايي چې په جوزجان ولايت کې د داعش يو بل فرانسوى غړى وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت له خوا د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دولتي ځواکونو تېره ورځ د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې د يوه فرانسوي په ګډون دداعش اته غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
داعش ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په جوزجان ولايت کې د يوې ښځې په ګډون دداعش دوه فرانسوي غړي وژل شوي وو.
login or register a new account.