ژبه

افغانستان او هند پر اقتصادي او نظامي همکاریو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۷) : هند ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به په اقتصادي او نظامي برخو کې خپلو همکاریوته ادامه ورکوي.

د هندوستان دبهرنیو چارو وزارت لخوا د وري په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دافغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي نن په نوي ډیلي کې دبهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سوراج سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې ددواړو هیوادونو پر اړیکو او د علاقې وړ پر موضوعاتو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دافغانستان د ملي دفاع وزیر د سولې او ملي پخلاینې په اړه د افغان حکومت د وروستیو هلو ځلو په اړه میرمن سوراج ته معلومات ورکړل.

دغه راز په دې لیدنه د ترهګرې پر ضد پر روانې او له افغانستان څخه بهر د ترهګرو پر خوندي مرکزونو، نشه یي توکو کر او  قاچاق چې مالي ګټې یې ترهګرو ته رسیږي، هم خبرې وشوې.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر په اقتصادي، بیارغونې او نظامي برخو کې د هندوستان له دوامدارو مرستو مننه وکړه او د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب یې غوښتنه وکړه، چې هند په افغانستان کې دا ډول رول ته ادامه ورکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې له خپل هیواد څخه ددفاع په موخه دافغان ملي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه .

میرمن سوراج د سولې او ملي پخلاینې په برخه کې د افغان حکومت دهڅو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه، چې نوی ډیلی به له کابل سره خپلو همکاریو او مرستو ته ادامه ورکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر د هند دفاعي نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته تللی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع