ژبه

افغانستان او اماراتو د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ

کابل (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧): د ملي امنيت سلاکار د اماراتو سرپرست سفير سره په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه پر ترسره کېدونکي اقتصادي کنفرانس خبرې وکړې.

د امنيت شورا له مطبوعاتي دفتر څخه د وري په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د عربي متحده اماراتو له شارژدافیر او سرپرست سفیر عیسی المزوري سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، سولې او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې خبرې وشوې.

ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر په دې ليدنه کې ويلي، چې عربي متحده امارات د افغانستان په سوله او اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي او د همکاریو د پراختیا په موخه یې د عربي متحده اماراتو د حکومت له چمتووالي څخه هرکلی وکړ.

هغه همدارنګه له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې کې د عربي متحده اماراتو او افغانستان ترمنځ پر ګډو هدفونو هم خبرې وکړې، د بهرنیو ترهګریزو ډلو د له منځه وړلو لپاره يې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په امریکا کې د ملي امنيت سلاکارانو څلور اړخیزې ناستې پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ښه والي په موخه عربي متحده اماراتو له خوا د نړیوال کنفرانس د تنظیم او کوربه توب د مسوولیت اخیستل مهم ګام وباله او د کنفرانس د عملي چارو لپاره یې د افغان حکومت له چمتووالي څخه خبر ورکړ.

 په خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د عربي متحده اماراتو شارزدافیر او سرپرست سفیر عیسی المزوري د عربي متحده اماراتو د هر اړخیزو همکاريو له دوام څخه ډاډ څرګند کړ.

نوموړي همدارنګه وویل، چې هېواد یې د افغان دولت په مشرۍ د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي.

المزوري د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزه ټینګار وکړ.

login or register a new account.